2banner   copy

موری - را لیږل شوی شعر

02.06.2011 04:27

زما درد ونو کړ ا و نو ته دوا مور جانې
راته پنځه وخته لمانځه کې کړې دعا مور جانې

زه دې د ډیرو احسا نو نو پوره وړی یمه
خدای دې ژوندۍ راته لره په دې دنیا مور جانې

ماته دې ژوند او خوشالي څومره په ویاړ را کړې
مهرباني دې څومره ډیره ده په ما مور جانې

زه چې ماشوم وم راته یاددي چې مریض به شومه
زما د هر فریاد سره وه ستا ژړا مور جانې

په ډیرنازونواوخوښۍ به دې روزلمه زه نه پوهیدم
هروخت دې کړه راته په ورین تندي خندامورجانې

دا خو رښتیا ده چې جنت د مور د پښولاندې دی
زه ښکلوومه ستادپښو ګرد په رضا مور مورجانې

تل یې نصیحت را ته کو لو د نیکۍ په لورې
ډیره ښکلا وه ستا خبرو کې رښتیا مور جانې

ستا په روزنه کې زه څومره لوړ مقام ته لاړم
بخښنه ډیره کو ه ما کړې خطا مور جا نې

زه (حیران) که ترې هر څومره ځان قربان کړ م
حق دې گران دی راته عفوه کړه زما مور جانې

محمدولی حیران کامه وال له تهرانه

ولی محمدنورزی 08.03.2012 21:59

ښځه څوک ده
د ژوندون سره همغاړې پوره نیمه ددنیاده
د محبت له عشقه ډکه مهربانه ده متاع ده
ددوستی په نوم انسان سره ملګری مهربانه
خور اومور خاله عمه که دي ښځه اوکه آنا ده
ستا ژوندون سره تړلي د محبت ټینګه ملګرې
کوردی جوړدی یوسل کاله کورنۍ دي په هوساده

ښځه وړانګه د انسان وبشریت ته پیدا شوی
ښځه مینه اومحبت دې دښکلا ښکلي ځلا ده
په آسمان کی روشنایی دطبیعت ده چه ځلیږی
ستا ژوندون ته ترآخیره هم ملګری اوهمتا ده
د انسان ګډي نړۍ ته یو احسان دنیکی هیلی
دا دکورکهول دننه دعزت په پرده پټه ښه رڼاده
ښځه خونددپاکي مینی دانسان په موجودیت کي
په ګلنوکي خوشبویه یو ښه ګل دخپل آشناده
د وصلت اودرحمت ښه وسیله ده با احساسه
د کورغړومشورو ته دا خوله ډکه په خندا ده
هرګدااوپاچا دواړه ددي غیږکي دي لوی شوي
زه نورزی په دی پوهیږم چه روزنه زما دچاده
ولی محمد نورزی اتم مارچ۲۰۱۲

ثاقب 12.06.2011 03:52

سلامونه
ګرانی ډیر ښه بلاګ مو دی الله پاک مو تل خوشحاله او سوکاله لره
او ددی شعر په لوستو کی خپله مور سترګو ته ودریده، خدای خو یی د ژوندی لری راته.
تری مسافر یم کنه نو اوس می یی لاس او پښی مچی کول.

ای موری زما د زړه اواز اوری کنه؟، ته څومره په ما ګرانه یی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

دا غزل 05.06.2011 11:04

له كوښښ نه په مننې سره دا غزل په مرسل اوونيزه كې چاپ شو

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.